کندهار: په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

554 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د ملکي وګړو پر موټر دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته شاولیکوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
دراني همداراز وویل، پولیسو د کندهار ارزګان پر لار د طالبانو له لوري ښخ شوي شپږ ماینونه هم ویستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه په ملکي وګړو چاودلي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments