کندهار: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګه ژوبله اوښتې

comments 0

50 Views

هندوکش ــ کندهار: د کندهار مېوند کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې دغه پوځي عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د میوند ولسوالۍ د جګروم او جرخشک په سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments