کندهار: پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار چارواکي په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال د نهه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند “کارېزګي” سيمه کې افغان ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې پر مهال يې نهه وسله وال وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې په دغو عملیاتو کې دوه د وسله والو ماین جوړولو مرکزونه، دوه د اوسېدو اطاقونه او یو شمېر نور چاودېدونکي توکې هم له منځه وړل شوي دي.
د شاه ولي کوټ تر څنګ میوند ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو پر طالبانو سخت بریدونه کړي چې دا ډله یې له سیمې تېښتې ته اړ کړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments