کندهار والي وایي: په تیرو دوو ورځو کې د طالبانو دریو ماینونو پر ملکي کسانو چاودنې کړي

comments 0

8 Views

هندوکش – کندهار: د دوشنبې په ورځ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د ښخ کړل شوي ماین د چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۳ نور ژوبل شول.
کندهار والي حیات الله حیات نن د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړل شويو ماینونو په تیرو دوو ورځو کې پر ملکي کسانو درې چاودنې کړي.
دی وایي، د کندهار په نېش ولسوالۍ کې د طالبانو ماین درې ملکي کسان وژلي دغه راز په شاولیکوټ کې هم یوه مځکني ماین د څلورو تنو ملکي کسانو ژوند اخیستی او بله خونړۍ پېښه د خاکرېز ولسوالۍ وه چې لسګونه ملکي کسانو ښځو او ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي حیات وویل، د خاکرېز د پيښي له قربانیانو سره عاجلي مرستې کوي او ژوبل کسان تر تداوي لاندي دي.
هغه پر طالبانو ږغ وکړ چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې څخه دي لاس واخلي که چیري دوی د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي نو د هغوی ځای مالوم دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments