کندهار: طالبانو دیني عالم شهید کړی

comments 0

1767 Views

هندوکش – کندهار: ناپيژنده وسله والو کندهار کې یو ديني عالم ترور کړی.
مولوي عبدالحق اخندزاده نن ماسپښین د کندهار په څلورمه ناحیه کې د موی مبارک جومات سره نژدې د وسله والو په يوه بريد کي شهید شو.
د کندهار د والي ویاند دواد احمدي پېښه تائيد کړې ده.
مولوي عبدالحق د امامت ترڅنګ ډېر کله د دولت په لويو سیاسي غونډو کي د يوه فعال ويناوال په توګه برخه اخسته.
مولوي عبدالحق د موی مبارک خطیب و او خپل کور سره نژې د وسله والو تر برید لاندې راغلی.
تر اوسه د هغه د قاتلینو د نېول کېدو په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments