کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلییز برید

comments 0

65 Views

هندوکش ــ کندهار: کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ د افعان ځواکونو پر مرکزونه وسله والو طالبانو بریدونه ترسره کړي دي. په داسې حال کې یاد بریدونه سره کوي چې په هېواد کې دې تاوتریخوالي اونۍ پیل شوي ده.
جګړه د وسله والو طالبانو په یادې ولسوالۍ ماڼو سیمه کې د ملي پولیسو په قرارګاو، او د ملي پوځ په مرکزونو یو وخت تر سره کړي دي.
یاده سیمه کې ملي پوځ او ملي پولیسو قرارګاوې دي، چې وسله طالبانو پرې ډلییز بریدونه ترسره کړل له هم دوام لري.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال پاچا رسنیو ټه وویل، دواړو لورو نه په جګړه کې له درنو وسلو څخه کار اخیستی خو سر اوښتی ځان نلري.
هغه وايي، په یاده سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوه قرارګاوې موجودي دي، د شپې لحوا وسله والو طالبانو پرې ډلییز بریدونه ترسره کړل، چې اوس هم دوام لرې، خو امنیتي ځواکونو له خپلو مرکزونو له سقوط څخه ساتلي، او وسله وال یې په شاه تمبولي.
ده دوهمه ورځ ده چې طالبان په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
دا بریدونه په داسې مهال طالبان ترسره کوي چې په هېواد کې دې تاوتریخوالي اونۍ پیل شوې ده.
ورته وخت کې امریکا ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په یو تازه مرکه کې وویل.
که طالبان تاوتریخوالې کم کړي د سولې تړون لاسلیک کوو.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments