کندهار: د کلنیک په امبولانس چاودنه شوې

comments 0

1501 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د کلینیک پر امبولانس چاودنه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تیره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ اړوند ” تالوکانو” سیمې د کلینیک پر امبولانس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
درانی وايي، ماین د وسله والو له لورې ځای پر ځای شوی و، چې پکې یوه ښځه او دوه نارینه ټپيان شوي دي.
دا برید په کندهار کې له سخت غبرګون سره مخ دی او له طالبانو غوښتنه شوې چې د سړک غاړې ماینونه دې نه ځای په ځای کوي چې ډير کله په ملکي وګړو چاودنه کوي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments