کندهار: د ماین یوه فابریکه کې ۶ پاکستانیان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ماينونو یوې کار خونې کې چاودنې شپږ پاکستاني ماين جوړونکي وژلي دي.
چاودنه د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سيمه کې تیره ورځ شاوخوا لس بجې شوې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، د وسله والو د ماین جوړونې په کارخونه کې د شوې چاودنې له امله د شپږو پاکستاني ماین جوړونکو په ګډون لس وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بارکزي په خبره، د وسله والو د ماينونو جوړولو ياده فابريکه د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments