کندهار: د طالبانو ماین پر ملکي وګړو چاودلی

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ځای په ځای شوي ماین چاودنې یو ملکي وګړی شهید کړی او بل یې ټپي کړی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولین وايي، تېره ورځ ناوخته، د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند “درز آب مانده” سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر د سړک غاړې ماین چادنه کړې، چې پر مهال یې یو ملکي وګړی شهید شوی او بل ټپي دی.
امنیتي مسوولين وايي، ماین د وسله والو له لورې ځای پر ځای شوی و چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments