کندهار: د شکایتونو کمېسیون دفتر پرانیستل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیرته پرانیستل شو.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي، د ټاکنيزو شکاياتو د کميسيون دفتر د ولايت مقام سره د يوه تفاهم له مخې پرانيستل شو، چې د دغو معترضو نوماندانو غږ به تر مرکزي ادارې پوري ورسوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه کميسيون کارکوونکي به بيرته په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
هغه ژمنه وکړه، چې د مرکز په همکارۍ به پاکې رايي له ناپاکو رایو بېلې، څو دغه بهیر کې شفافیت رامنځته شي.
د کمېسیون دفتر شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې معترضو نوماندانو تړلی و او د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه یې کوله.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments