کندهارکې ۵ وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر مرستیال عبد البشیر خاکسار وایي، د تېرو څو ورځو راهېسې د کندهار په لویدیځو ولسوالیو کې پنجوایي، ژړۍ او میوند کې وسله والو پر ضد په پیل په شو عملیاتو کې تېره شپه د چغنې په کلي کې د یو وسله والې نښتې پر مهال پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د خاکسار په خبره په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments