کندهارکې ۱۱ تنه وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چې طالب وسلوالوغوښتل تیره شپه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ملي پولیسو په پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او په پایله کې یې برید ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه طالب وسلوال ټپیان شوي دي.
بارکزی وايي، چې د جګړې په سیمه کې د طالبانو وسلوالو ۳ جسدونه پاتې دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په عین حال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، که طالبان له جګړې لاس وانخلي د دې امکان شته ، چې د سولې روانې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments