کندز کې ۳۰ طالبان وژل شوي

comments 0

9 Views

هندوکش – کندز: کندز کې د عملیاتو په مهال دیرش طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دفاع وزارت وایي، چې دا عملیات د کندز مرکز اړوند سرخ اب کلي کې شوي خو د عملیاتو کره وخت نه دی ښودل شوی .

له دې عملیاتو سره کندز ښار ته پيښ ګواښ له منځه تللی او خلکو ته ډاډ ورکول شوی چې اندیښنه و نه کړي

سرچېنې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې او عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

طالبانو غوښتل چې یو ځل بیا د کندز ښار سقوط کړي، خو افغان ځواکونو سخت ګوزار ورکړی.

نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments