کندز کې ۱۸ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: ملي دفاع وزارت وایي، په کندز کې د ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
ملي دفاع وزارت خبرپاڼه لیکې، د ملي اردوځانګړو ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د هوايي قواوو په ملاتړ د کندز ولایت د مرکز اړوند په ختي کلي کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي.
خبرپاڼه لیکي په دې عملیاتو کې ۵ تنه ټپیان، یو توپ ۸۲ ملي متري، یو هاوان او ۳ کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د یادو ځواکونو په یو بل ځانګړی عملیاتو کې د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو کلاشینکوف او یو ۸۲ ملي متري توپ له منځه وړل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments