کندز کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کندز: افغان ځواکونو د کندز ولایت په مرکز کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې ۱۲تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په یادو تصفیوي عملیاتو کې د۱۲طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره په کندز کې زیاتې سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په کندز ولایت کې د طالب وسلوالو او نورو ترهګروډلو په وړاندې پراخ عملیات روان دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments