کندز کې ۱۰تنه طالبان ووژل شول

comments 0

38 Views

هندوکش-کندز:دکندز ولایت مرکزپه تلواک سیمه کې دملي اردو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د دښمن ۵نظامي مرکزونه ،۶عرادې موټر سایکلونه او ۲۵کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم له منځه تللي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې یومیل کلاشینکوف یو میل راکټ او ګڼ شمیر نورې سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments