کندز کې په یوه هوایي برید کې ۱۰تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

3787 Views

هندوکش ــ کندز: د کندز امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې افغان هوایي ځواکونو د طالبانو په یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۸تنه طالبان وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وایي، چې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې د طالبانو قرار ګاه او پټنځای په بشپړ ډول له منځه تللی او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی وایي، چې په یاد هوایي برید کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments