کندز کې وسله وال له پښو غورځول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: کندز کې د افغان ځواکونو د ملي ورځې نمانغونډه کې چارواکو ادعا کړې چې وسلوال یې سخت ځپلي او پلانونه یې ورشنډ کړي.
د کندز د ملي امنیت رئیس سید امیرشاه سادات وایي، طالبانو هوډ درلود چې د کندز مهمې سیمې سقوط کړي، خو مخکې تګ ته یې نه دي پرې ایښې.
د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي بیا وایي، په تېرو میاشتو کې یې د وسله والو شا نیولې وه او په عملیاتو کې یې سخت ځپلي دي.
لکه د نورو ولایتونو کندز کې هم خلکو له افغان ځواکونو کلک ملاتړ کړی او ډاډ یې ورکړی چې په هر حالت کې به ورسره وي.
له دې سره د افغان ځواکونو مسوولینو باور ښودلی چې وسله والې ډلې یې د کندز ښار له شاوخوا سیمو شړلي او اوس یې پروړاندې ولسوالیو کې عملیات روان دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *