کندز کې نامسووله وسله وال نیول شوي

comments 0

12 Views

هندوکش – کندز: د کندز پولیس وایي، ښار کې یې د ناقانونه و سله والو اته کسیزه ډله افغان ځواکونو ونیوله.
د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي وايي، دغه کسان د کندز ښار بلولک اول سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره تر درې ساعته نښتې وروسته نیول شوي دي.
حمیدي ویلي، د ناقانونه وسله والو د نیولو لړۍ يې له ښار څخه پیل، چې ډېر ژر به ولسوالیو ته هم ورسېږي.
کندز کې نامسووله وسله وال، چې زیاتره یې جمعیت ګوند پورې تړاو لري، ددې ولایت د ناامنۍ لوی لامل هم بلل کېږي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments