کندز کې میرمنو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کندز: په کندز ولایت کې سلګونو میرمنو د سولیز لاریون په ترڅ کې جګړه وغندله او د جګړې له ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو څخه یې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلئ او اوربند وکړئ.
یادو میرمنو د سولې ملي پروسې د ملاتړ په خاطر په دیوالونو باندې لیکنې او انځورونه رسم او په هېواد کې یې له میرمنو، فرهنګیانو او مدني فعالانو څخه یې وغوښټل چې د سولې ملي پروسې د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې وکړي.
دوي همدا راز د سولې په ملي پروسه کې د میرمنو په ونډه ټینګار کړي او له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د میرمنو غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده، چې هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سولې او اوربند په ملاتړغونډې ترسره کیږي او له وسلوالو طالبانو یې د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments