کندز کې غله نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز : د کندز پولیسو هغه ۹ غله نیولي چې د کندز ــ تخار او تخار ــ شېر خان بندر له لویو لارو به یې خلک لوټل او پیسې به یې ترې اخیستي.
د کندز پولیس وايي، د تورنو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي چې اوس تر څېړنو لاندې دي.
د پولیسو په وینا، نیول شو یو کسانو د غلاوو په ځینو مواردو کې خپل جرمونه منلي دي.
دې وسله والو غلو د غلا پرمهال زیات کسان هم وژلي چې په ځینو یې اعتراف کړی دی.
پولیسو دا غله د کندز ولایت اړونده سیمو کې د غلا پرمهال نیولي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments