کندز کې طالبانو مړي پريښودل او وتښتیدل/بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

طالبانو یو ځل بیا د کندز د ښار د نیول کیدو او یا سقوط کیدو تکل کړی و، همغسې لکه دوه ځل وړاندې یې چې ښار کې وحشت وکړ او بیرته له ښار ووتل.
خو دا ځل طالبان هیڅ و نه توانیدل چې د ښار ځینو برخو کې جګړه وکړي او یا ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دا جګړه د سه شنبې سهار دکندز ښار څو برخو کې پيل شوه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ورته داسې سبق ورکړ چې بیا به په ژوند کې د کندز د ښار د سقوط پلان جوړ نه کړي.
تاسو به خواله رسنیو کې لیدلي وي، یا به مو په ټلویزیون ویډیو ګانې لیدلي وي چې د ښار هره برخه کې د طالبانو جسدونه پراته و.
طالبان د ښار ځینو برخو ته نه و دننه شوي چې بلکې ځايي خلکو ځای ورکړی و او له همغه ځای یې جګړه پيل کړې وه، خو دا چې افغان ځواکونه د دې ښار د ساتنې لپاره هر اړخیز پلان لري او هیڅکله به طالبان بریالي نه شي چې دې ښار ته بیا اور ورکړی.
د طالبانو هدف یواځې ویجاړی دی، هدف دا نه دی چې ښار ونیسي او واکمني پکې وکړی، طالبان په دې ښه پوهیږي چې دوه ورځې هم یوه سیمه نه شي ساتلی، خو د دې لپاره چې خلک ووژل شي او عامه ځایونه ویجاړ شي، وسوځیږي، دا ډول بریدونه کوي.
ما چې ولیدل د طالبانو خیرن جسدونه د کندز ښار په واټونو کې پراته و او نور ملګري یې تښتیدلي و.
د طالبانو قومندانان خپلو جاهلو وسله والو ته ووایي چې تاسو مخکې ځئ او موږ د شا درپسې نور وسله وال درلیږو چې ښار ونیسو، خو قومندانان یې هملته پاتې شي او وسله وال د مرګ خولې ته وغورځوي.
د سه شنبې ورځ د کندز ښاریانو لپاره د ویرې ورځ وه، خو د ورځې وروستیو کې د کندز ښاریانو ولیدل چې د دې ښار د اوسیدو لپاره داسې زمریان (افغان ځواکونه) شته چې طالب به ترې ښار کې تنفس هم و نه کړی.
د کندز ښاریان چې د سه شنبې ورځ له سقوط سخت په ډار کې و، د ورځې په وروستیو کې وضعیت عادي شو او د پاکستان ملیشې چې د ای ایس ای په دستور باندې ښارونه ورانوي او خلک وژني، په تښته بریالي شول او یا ووژل شول.،
نه کندز د دوه کالو مخکې کندز دی، او نه افغان ځواکونه د دوه کالو مخکې ځواکونه دي، افغان ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو باندې پياوړي کیږي، خو دا چې طالبان د جنت او حورو په حوس باندې جاهله ځوانان روزلي دي، ښار ته د مرګ لپاره راځي او غواړي چې ژر له دې نړۍ لاړ شي.
افغان ځواکونه او افغان حکومت هیڅکله د تاوتریخوالي پلوي نه دی، خو دا چې طالبان خپله د مرګ خولې ته راځی او غواړي چې خلک ووژني او ښار وران کړي، نو افغان ځواکونه مجبور دي چې دا ډلې له منځه یوسي.
د دې ډلې یو شمېر ټپيان چې چاردرې ولسوالۍ کلنیک ته د درملنې لپاره وړل شوي و، هلته پرې د ورځې وروستیو کې هوایي برید وشو چې په پایله کې یې ټپيان هلته هلاک شول.
طالب دې پوه شي چې د دې وطن هیڅ برخه نه شي ساتلی او هر برید به د دوی په مرګ باندې تمامیږي.

Share this page to Telegram

Comments