کندز کې طالبانو ته یو بل ګوزار / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

1 Views

د طالبانو د زندانونو د ماتولو په لړ کې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندز ښار اړوند سیمه کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی او یو شمېر زندانیان یې ترې ازاد کړي دي.
د لومړنیو مالوماتو له مخې ۲۵ زندانیان چې افغان سرتېري او ملکي وګړي دي، خوشې شوي دي.
خو ځینې نورې سرچینې بیا د ازد شویو زندانیانو شمېر ۱۷ کسان یادوي چې ټول یې روغ رمټ خوشې شوي دي.
دا په کندز کې د طالبانو لپاره یو بل سخت ګوزار و چې و یې لیده.
د مالوماتو له مخې، عملیات په ځانګړي تکتیک شوي، د زندان ساتونکي وژل شوي او په ډزو کې د ملي اردو ځواکونو یو قومندان هم شهید شوی دی چې له طالبانو سره زندان کې و.
په دې زندان کې له طالبانو سره نور ملکي وګړي هم بندیان و چې د طالبانو له امرونو یې سرغړونه کوله.
طالبان ځینو سیمو کې ورته زندانونه لري او هر هغه څوک پکې زندان ته اچوي چې د طالبانو خبره نه مني.
طالبان زندان کې زندانیانو ته سختې شکنجې ورکوي او ان په خیټه یې هم ماړه نه ساتي خو بیا همدا طالبان د انسانیت او اسلامیت خبره کوي.
ځینې خلک فکر کوي چې طالبان فلاني او فلاني ځای باندې کنټرول لري او تر واک لاندې سیمې یې دي، خو کله چې د عملیاتو خبره راشي او دقیق مالومات وي، کمانډو او ځانګړي ځواکونو څخه هیڅ ځای خلاص نه دی چې هلته عملیات و نه کړي.
افغان ځانګړي ځواکونه اوس د هر ډول عملیاتو توان لري او هر کله او هر چرته چې دقیق مالومات ورکړل شي، عملیات بریالي کوي.
د کندز زندان ماتول لومړی ځل نه دی، ۲۰۱۹م میلادي کال کې له پنځلس زیات د طالبانو زندانونه مات شوي او بندیان ترې روغ رمټ راخوشې شوي دي.
طالبان کله کله کاذب غرور کوي چې ګنې دوی د هر ډول عملیاتو او فعالیتونو صلاحیت او وړتیا لري، خو کله چې له ځانګړو ځواکونو سره مخ کیږي، بیا ورته دا مالومات کیږي چې طالبان د افغان ځواکونو په مقابل کې هیڅ دي.
افغان ځواکونه د خپلې خاورې او د خلکو د ناموس ساتونکي دي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې پردي یې د شومو موخو لپاره وکاروي.
طالبان چې په افغانستان کې کوم زندانونه لري، ټول به یې ماتیږي او زندانیان به ترې خوشې کیږي، خو دا چې طالبان له کلیو، جومات او مدرسو د زندانونو کار اخلي، د افغان ځواکونو کار یې یو څه سخت کړی دی.
طالبان ځینې وخت له دې ډاره چې زندان مات نه شي، زندانیان له ډیورنډ کرښې هاخوا تیروي او د پاکستان د ای ایس ای لمن ته یې غورځوي.
نو پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، هر ډول ترهګرې ډلې به ماتې خورې او دا وطن او دا ملت به په خپل ځآی وي.

Share this page to Telegram

Comments