کندز کې د هوايی برید په ترڅ کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

53 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د شنبې په ورځ سپتمبر۱۹ (وږي۲۹) په کندز کې په یو هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ وسلوال طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت په یوې خپره شوي اعلامیه کې ویلي، ‌چې وسلوالو طالبانو د خان آباد په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې په متقابل ځواب کې د قاري‌عبدالرزاق او مولوي‌ عباس په نومونو د طالبانو د دو مشرانو په ګډون یې ۳۰ تنه طالبان ووژل او اته نور يې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په هوايي برید کې ولسي خلکو ته زیان ندي رسېدلی خو د ولسي تلفاتو د ادعاو په اړه به پلټنې وکړي.
په همدې حال کې د پکتیکا د امنیت امر محمد آصف توخی او د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال محمد ایوب غروال د سړک غاړې ماین په چاودنې او وسلوال برید کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو یوازې پر محمد اصف توخي د برید مسولیت منلی دی.
له افغانستان څخه د ناامنیو خبرونه داسې مهال راځي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاویو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.
همدا نن ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments