کندز کې د طالب وسله والې ډلې مهم قوماندانان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د کندز په بیلابیلو ولسوالیو کې ګن شمیر طالب قوماندانان وژل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو دغه هوایي بریدونه د کندز په چهاردره، عیسې خیل، دورمن پائین او بالا، میرمحمد کلې،خروټو، غلام علي او وردګانو ولسوالیو کې ترسره شوي دي
امنیتي چارواکي وایې چې: په پیل شویو هوايي بريدونو کې دلسګونو وژل شویو طالب ترهګرو په منځ کې ملا اسدالله، ملالعل مير،ملاماکو،او ملا عبدالحی مشهور په غازي هغه طالب هم شامل دي.
چارواکو زیاته کړه: په اتلسو ټپيانو کې ملاذوالفقار او ملاهارون مرګوني ټپيان دي.
یاده دې وي چې یادو سیمو کې د طالب وسله والې ډلې څو ستر ډیپوګانې هم له منځه وړل شوي دي.
پیښې په اړه تر اوسه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply