کندز کې د طالبانو قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: افغان ځواکونه د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قومندان چې دد تاجکستان تبعه دی، وژلی دی.
کندز کې امنیتي سرچیني وایي، د محمد عوض په نوم د طالبانو بهرنۍ قومندان نن سهار د یادې ولسوالۍ په کول دامن سیمه کې د ماین په چاودنه کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
سرچینه وایي، محمد عوض سره دوه نور تاجک او دوه افغان طالبان وژل شوي دي.
د سیمې یو شمېر خلک بیا وایي چې قوماندان ته په سیمه کې داعش جنګیالیو ماین ځای پر ځای کړی و.
والي اسدالله عمرخېل وایي چې دغه طالب قوماندان د افغان ځواکونو له لورې وژل شوی دی.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply