کندز کې د طالبانو زندان مات شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: راپورونه وایي, افغان ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو په یو لوی زنذان چاپه وهلې ده.
د کندز ځایي مسوولین وایي په زندان چاپه کې 5 بندیان ازاد شوي چې له میاشتو میاشتو طالبانو سره زندانیان و.
په دې ځانګړو عملیاتو کې د زندان 4 طالب ساتونکي نیول شوي دي.
دا څویم ځل دی چې د طالبانو زندان ماتیږي او بې ګنا ملکیان ترې خوشې کیږي.
د کندز په نورو سیمو کې هم پراخ عملیات روان دي چې طالبان له ځینو سیمو تیښتې ته اړ شوي دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments