کندز ښار نن د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شو

comments 0

2 Views

هندوکش – کندز: د کندز مرستیال والي حشمت‌الله رحیمي عرضبیګي په یوه ناسته کې ویلي چې په کندز ښار کې دوشنبه د دوو کسانو د کرونا ټسټ مثبت راووت او له همدې امله د یاد ښار د قرنطین پرېکړه شوې ده.
د کندز چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په کمپاین کې له دوی سره همکاري وکړي او له خپلو کورونو ونه‌وځي.
په کندز کې به له درملتونونو، قصابیو، نانوایانو او خوراکه پلورنځیو پرته نور ټول دکانونه او مارکېټونه تر بل اعلانه تړلي وي.
له دې مخکې د افغانستان پلازمېنه کابل، لوېديځ ولایتونه او ځیني نور لوی او واړه ښارونه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوي دي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments