کندز: نهه طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: د کندز پولیس وایي، چاردرې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د کندز امنیه قومنداني وایي، طالبانو د پولیسو په امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په ځوابیه بریدونو کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيآن دي.
د کندز د امنیت امر صفی الله محظون وایي، د څو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او نور په تېښته بریالي شوي دي.
چاردره په کندز کې هغه ولسوالي ده چې ځینو سیمو کې یې طالبان فعالیت کوي او ورانکارې کړنې ترسره کوي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments