کندز: د طالبانو یو مهم قوماندان او ۱۴ طالبان وژل شوي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دافغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱ طالب قوماندان په ګډون ۱۴وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ په هوايی بریدونو کې دکمال په نوم دطالبانو مشهور قوماندان په ګډون ۱۴طالبان وژل شوي او ۷تنه نور تپیان دي.
چارواکي وايي،چې په ترسره شوو بریدونو کې دطالبانو څو عرادې موټر هم له منځه تللي دي.
دوي زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايي بریدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونوکې کوم زیان نه دی اوښتی.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments