کندز: د طالبانو اته مهم غړي ووژل شول

comments 0

15765 Views

هندوکش – کندز: کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې دا عملیات تیره شپه ملي اردو کومانډو او دملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د اقتاش ولسوالۍ په مربوطاتو کې کړي دي.
په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور مهم قوماندانان چې سید عمر مشهور په جهاد مل سمېع مشهور په عبید، عبدالبصیر مشهور په زاهد او مدثر مشهور په شهباز په ګډون اته نور طالبان وژل شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه دغو کسانو د کندز په ناامنیو کې مهمه ونډه درلوده.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي، عملیاتو کې اته څلویښت کړۍ ماینونه، ددرندو وسلو دیرش فیره مرمۍ او یو شمیر مهمات او د طالبانو د ماین جوړونې یوه کارخانه هم له منځه وړل شوې ده.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments