کندز او لغمان کې دوه پروژې تطبیق کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د نږدې پنځه اویا میلیونه افغانیو په ارزښت یو سربند او په لغمان کې د نږدې پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د عبدالرحمیزي کانال جوړيږي.
د اوبو او برښنا وزارت له دوه خصوصي شرکتونو سره په همدې موخه تړونونه لاسلیک کړل.
د دشت ارچي کانال ۱۰۷ کیلو متر اوږدوالی لري چې څه د پاسه دیرش زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي او ۸۲۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د لغمان عبدالرحمیزي کانال بیا په اوس کې ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي چې له جوړیدو وروسته به ۱۹۶۵ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او ۶۵۸۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
مسؤلین وایي، د ورته پروژو پلې کول د کرنې پراختیا او کارموندنې برخه کې اغیزمن تمامیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments