کندزیان اوس له سقوط نه ډاریږي / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

له یو مشر کندزي سره ناست وم د کندز د دوه ځلي سقوط په تړاو مې ترې کیسې واوریدې، دا سړی د کندز په دوه ځلي سقوط کې د کندز په ښار کې و او اوس هم هملته اوسیږي، اوس چې بیا د کندز د ناامنیو په تړاو ځینې راپورونه خپریږي، دا یې مطلق غلط وبلل او ډاډ یې وښود چې کندز د سقوط ترخې خاطرې لري او که دا ځل هیڅ پولیس او ملي اردو د کندز په ښار کې نه وي، هم د کندز د سقوط امکان نشته.

کندز په دوه ځله سقوط کې ملي شتمني او امکانات چور شول، څو غله د طالب په جامه کې د کندز ښار ته دننه شول او هر څومره یې چې په توان پوره وه، د خلکو دکانونه، شتمني، دولتي موټرې او دولتي شتمنۍ یې چور کړې او له څو ورځو وروسته بیرته له ښاره ووتل او ښار کې یې خپل وحشت پریښود.

هغه وخت چې کندز دوه ځل سقوط وکړ، ښاریانو دولت خپل نه باله، ځکه دولت هلته د خلکو لپاره داسې کارونه نه و کړي چې خلک پرې خپل کړي، هلته خلکو ځانونه له دولت بې زاره ګڼل، هلته نامسووله وسله والو په خلکو ظلم کړی و او د طالبانو په تمه و چې د نامسووله وسله والو له ظلم به یې خلاص کړي، هلته د اربکیانو په نوم نامسووله والو د خلکو مالونه چور کول، هر هغه څه چې به یې زړه وغوښتل همغه کار یې کو، نو ځکه خلکو له طالبانو سره د ښار په نیولو کې مرسته وکړه.

کندز ښار نیول د طالبانو لپاره دومره اسانه نه و، لکه څنګه یې چې ونیو، دا د خلکو همکاري وه چې ښار کې یې طالبان له ځان سره ساتلي و او کله چې د برید غږ وشو له هرې کوڅې طالبان راوتل او پر افغان ځواکونو یې برید کاوه.

لامل یې همدا و چې خلک د نامسووله وسله والو له ظلم په تنګ راغلي و او له نامسووله وسله والو څخه یې طالبان غوره ګڼل، خو کله یې چې طالبان تجربه کړل، نو پوه شول چې تر هر څه لومړی افغان ځواکونه دي او له افغان ځواکونو پرته د خلکو شتمني او ناموس خوندي نه دی.

له دوه ځله سقوط وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني پراخ اصلاحات راوستل، ورسره سم د نامسووله وسله والو د ظلم مخه ونیول شوه چې خلک په خپل دولت باندې باور شول او اوس له دولت سره د امنیت په ساتلو کې مرسته کوي.

د کندز له دوه ځله سقوط وروسته هلته ځواکونه نه دي زیات شوي چې فکر وکړې کندز یې امن کړی دی، هلته له اصلاحاتو سره سم یو داسې تشکیل رامنځ ته شو چې ملي او ژمن تشکیل دی چې د هیڅ ترهګریز ځواک پروړاندې نه تسلمیږي.

هلته اوس د نامسووله وسله والو ډلو مشران پټ ګرځي، یا له هېواده فراري دي او یا په کندز کې ارام ناست دي چې د هیڅ ډول فعالیت اجازه ورته نشته.

اوس د کندز ښاریان ارام ژوند لري، اوس د هیڅ ډول سقوط ګواښ نشته، د کندز ښار امنیت اوس د ډیرو ولایتونو په پرتله ښه دی او کشف او استخبارات کار کوي چې له ډیر د خلکو لپاره ډاډمن امنیت رامنځ ته کړي.

اوس د طالبانو لپاره چانس نشته چې کندز سقوط کړي، اوس د کندز ښاریان د افغان ځواکونو تر شا دي، اوس طالبانو ته په کور کې ځای نه ورکوي چې د کندز د سقوط لپاره د سهار چای ورکړي، اوس خلک له طالب کرکه لري.

طالبانو کندز کې خپل حضور تجربه کړ، خلکو ته یې خپله اصلي څېره وښوده چې له غلا او چور څخه پرته یې بل کار نشته، هلته اوس خلک په ډاډه زړه خپل ژوند کوي او له پولیسو سره یو ځای ښار ساتي چې د طالب ناولی سیوری پرې هم و نه شي.

هلته اوس افغان ځواکونو هم له تېرو دوه ځله تجربو څخه ګټه اخلي او هیڅکله ترهګرو ته دا موقع نه ورکوي چې د ښار په څنډو کې فعالیت وکړي.

هلته اوس دولت یو ملي تشکیل رامنځ ته کړی او داسې کسان یې په دولتي تشکیل کې ځای په ځای کړل چې د کندزیانو د ارمانونو او پرمختګ لپاره کار وکړي، اوس دولت د کندزیانو زړونه خپل کړي او یو ځای د ښار او ښاریانو ساتنه کوي.

 

Share this page to Telegram

Comments