کمېسیون: د بایومتریک دستګاوو پر اطلاعاتو سایبري بریدونه شوي

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.
د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه سوي دي.
نوموړې وايي چې د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي ریس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر وروستي بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي.
سپوږمي پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments