کمپ ډېوېډ او طالبي منطق / ایمل جلال

comments 0

0 Views

یو شمېر طالب نما تحلیلګران یا د جهالت له مخې او یا هم د رذالت له مخې ټینګار کوي چې طالبانو امریکا ته له تللو انکار وکړ. ځکه خو ټرمپ مذاکرات لغوه کړل.
آیا ریښتیا هم همداسې ده؟
کمپ ډېوېډ د امریکايي ولسمشرانو د ژمنۍ استراحتګاه د ځای نوم دی. د واشنګټن په نږدې ۱۰۰ کیلومترۍ کې د یو ځنګل په لمن کې پروت دی، امنیت یې د بحري کومانډو په لاس کې دی او حتا ملکي الوتکو ته هم اجازه نشته چې پر سر یې تېرې شي موټر خو لا څه کوئ!
کمپ ډېوېډ د نړۍ او امریکا په تاریخ کې د پټو خبرو اترو او چنو وهلو ځای دی، تر ټولو مشهور مذاکرات په ۱۹۷۸م کال کې د مصر – اسراییلو ترمېنځ د سولې خبرو اترو په بهیر کې د انور سادات، مناخم بېګین او د ولسمشر جیمي کارتر ترمېنځ وشول.
د بندو دروازو تر شا یې ۱۲ ورځې دوام وکړ چې بلاخره خبرې بریالۍ او په ۱۹۷۹م کې د سولې تړون لاسلیک شو. په ۲۰۰۰م کال کې کمپ ډېوېډ بیا د اسراییلو- فلسطین د مشرانو یاسر عرفات او اېهود بارک کوربه و چې بېل کلنټن یې منځګړیتوب کولو، دا خبرې ناکامې شوې.
دا ځل ټرمپ هم غوښتل چې په کمپ ډېوېډ کې د طالب او حکومت استازي سره مخامخ کېنوي او د سولې خبرې نهايي کړي.
اوس طالبي منطق ته ښه پام وکړئ!
« دوی وايي چې موږ امریکا ته له تللو ډډه وکړه، ټرمپ په غوسه شو او خبرې وځنډېدلې.»
دلته دوه حالته دي، یا یې ریښتیا هم له تللو انکار کړی، یا دروغ وايي.
۱ – که ریښتیا هم کمپ ډېوېډ ته له تللو یې انکار کړی وي دا په ډیپلوماټیک ډګر کې د طالب سیاسي انتحار دی، دا پدې معنا چې دا بدبختان د کمپ ډېوېډ په تاریخي اهمیت او د ډیپلوماسۍ په الفبا هم نه پوهېږي.
دوی ته په تېرو ۱۸ کلونو کې دا طلايي چانس برابر شوی و چې د ټرمپ په حضور کې د پټو دروازو تر شا د حکومت سره جدي خبرې وکړي او کیسه ختمه کړي، طلايي چانس ځکه و چې د امریکا په حضور کې یوې وسله والې ترهګرې ډلې به د یو هېواد د مشروع حکومت سره په یو مېز چنې وهلې. پدې اساس د «اسلامي امارت» تر عنوان لاندې لکه د یو جلا حکومت په څېر مشروعیت ورته حاصلېدلو. طالب له خدایه نور څه غوښتل؟
۲ – زه فکر کوم چې د خلیلزاد سره نهه میاشتینیو خبرو اترو په کتلو سره دوی هم د کمپ ډېوېډ په تاریخ اهمیت او په ډیپلوماسۍ ښه پوهېږي. ځکه خو اوس درواغ وايي او د مذاکراتو ناکامۍ ته پرتوګونه ګنډي.
اصلي کیسه داسې ده چې کله ولسمشر غني خبر شو چې کمپ ډېوېډ ته طالب استازي هم راځي، امریکا ته یې له تللو انکار وکړ، ځکه دې کار د حکومت پرستیژ ته سخت زیان رسولو، دلته باریکي دا ده چې افغان حکومت لا دوه کاله پخوا مخامخ خبرو اترو ته تیار و خو طالب ورسره نه منله.
له طالب سره په کمپ ډېوېډ کې کتنه لکه د اسراییلو او مصر یا اسراییلو او فلسطین په څېر د دو جلا حکومتونو ترمېنځ د خبرو اترو بڼه یې غوره کوله. حقیقت دا دی چې خلیلزاد په سر کې دا بار کوږ ایښی و، نه یې د افغان حکومت، نه یې د ناټو او اروپايي ټولنې، نه یې د امریکا د کانګرس او نه یې د سیمې د هېوادونو اندېښنې په نظر کې نه وې نیولې، ځکه خو دا بار تر منزله ونه رسېد.
طالب نما تحلیلګران دې د خلکو په سترګو کې خاورې نه اچوي، دا سمه ده چې ددې ساده ولس سرونه په ډیپلوماټیکي نیرنګونو نه خلاصېږي خو د طالب درواغ هم نه مني.
طالب که ریښتیا هم سولې ته ژمن وي، اوس یې وخت دی چې بین الافغاني خبرو ته کېني. بیا به وګورو چې امریکا ځي که پاتې کېږي.

Share this page to Telegram

Comments