کمپیوتر کې د پرله پسې شمیرې لیدل

comments 0

0 Views

دا کار یواځې د وینډوز د عامل سیستم په مټ نه دی شونی بلکې کولای شو چې دا کار د ځینو پوستکالو په مټ ترسره کړو.د وینډوز د عامل سیستم په دننه کې د System Information په نامه یوڅه شته دي ولې په دې ځای کې نشو کولای چې د اصلي دړې Serial Number وګورو دلته ستاسو د سیستم په هکله عمومي معلومات دي .
پاتې شوه خبره د پوستکالي:
د Advisor په نامه ځیني پوستکالي شته دي چې دا کار کولای شي او د دې پوستکالو په مټ کولای شو چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number وګورو.تاسو دا پوستکالي له انټرنیټ نه په وړیا توګه ترلاسه کولای شی .د Belarc Advisor په نامه یو پوستکالی له لاندې لیکې څخه په وړیا ډول ترلاسه کولای شی .
وروسته همدا پوستکالی په خپل سیستم کې انسټال کړﺉ .له انسټال کولو وروسته تاسو به د Desktop پر مخ د Belarc Advisor په نامه یو Shortcut وګورﺉ .اوس که مو غوښتل چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number او یا هغه ټول معلومات ترلاسه کړﺉ کوم چې دا سیستم یې لري نو یواځې په همدې Shortcut دوه ځلې کښیکاږﺉ.څو شیبې وروسته به تاسو د انټرنیټ پلټونکي په بڼه یوه پاڼه وګورﺉ چې هلته ستاسو د ټول سیستم په هکله معلومات وي.

Share this page to Telegram

Comments