کمانډو په هلمند کې بل زندان مات کړ

comments 0

2 Views

هندوکش ـ هلمند: راپورونه وایي، تېره شپه کومانډو ځواکونو د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو بل زندان مات کړی دی.
د والي ویاند عمر ځواک وايي، کومانډو ځواکونو تیره شپه د طالبانو پر یو زندان چاپه وهلې چې ۲۱ زندانیان یې ترې ازاد کړي دي.
په خوشي شویو کې څلور یې نظامیان، څلور هم ملکي وګړي او دوه نور مشکوک کسان ازاد شوي دي.
دا زندانیان د هلمند مرکز لښکرګاه ته راوړل شوي او خپلو کورنیو ته به وسپارل شي.
په هلمند کې د طالبانو دا څلورم زندان دی چې د کمانډو ځواکونو له لوري ماتیږي او لسګونه کسان ترې ازادیږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments