کشمیر که د پاکستان پوځ درې تنه وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : د پاکستاني رسنیو معلوماتو پر بنسټ او د پاکستان پوځ خبرپاڼې له مخې د کشمیر په راولا کوټ سیمه کې هند لخوا د پاکستان پوځ دری تنه وژل شوي دي.
د رسنیو په وینا، یاد کسان د پاکستان تر کنترول لاندې په کشمیر کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې پیښې دوه ورځې وړاندې څلور هندي عسکر هم وژل شوي وو.
خو بلخوا بیا هندي رسنې د هندوستان پوځ له خولې وایي چې ، لومړی پاکستاني پوځیانو د هغوي پر پوستو حمله وکړله او دوي مجبور شول چې ځوابي ډزې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د دواړو هیوادونو پوځیانو ترمنځ کشمیر کې سختی نښتې شوي چې له امله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply