کرېکټ: افغان لوبډلې زمبابوې کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان لوبډلې دوې پرله‌پسې بریاوې خپلې کړې، چې له دې سره یې پرله‌پسې ۱۲بریاوې په خپل نامه کړي او خپل پخوانی رېکارډ یې مات کړ.
د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. که څه هم د لوبې په پيل کې څلور مهم لوبغاړو هر یوه رحمن الله، حضرت الله، نجیب الله تره کي او نجیب الله ځدراڼ ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو محمد نبي او اصغر افغان د ښې ملګرتیا پر بنسټ افغان لوبډلې ته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.
محمدنبي په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزې يې په پاڼۍ کې شاملې وې. دغه راز اصغر افغان بیا د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې محمد سیف الدین ۴ او شکېب الحسن دوه ويکټې واخیستې.
سيالې لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې ۱۹،۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۹ منډې ترلاسه کړې.
محمودالله او شبیرالرحمن په ترتیب سره ۴۴ او ۲۴ منډې جوړې کړې. دا ځل په افغان توپ اچوونکو کې بیا مجیب الرحمن ښه وځلېد او ۴ ويکټې یې ترلاسه کړې چې دا یې په شل اوریزه کرکټ کې غوره توپ اچوونه هم ده.
فريدملک، راشدخان او ګلبدین نایب هم په توپ اچوونه کې ښه وځليدل او دوه ـ دوه ويکټې یې واخیستې.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د غوره توپوهنې له امله محمدنبي ته ورکړل شوه.
بايد یادونه وکړو چې افغانستان به خپله درېیمه لوبه په روانه لوبلړۍ کې د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه له زمبابوې سره ترسره کړي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments