کرېکټ؛ د شپږیږې اووم پړاو لیګ پیلیږي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کروناویروس د مخنیوي کمېټې په هېواد کې د کرکټ د سیالیو د بیا پېلېدو اجازه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې له دغې پرېکړې وروسته به شپږیزه لیګ هم کیږي خو د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به نندارچیان په میدان کې نه وي.
په نړۍ کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته ټولې نړیوالې او داخلې لوبې وځنډول شوې، افغانستان هم د دغه ویروس د مخنیوي لپاره خپلې داخلې لوبې وځنډولې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې سږکال به د شپږیزې لیګ اومه پړاو سیالۍ کوي. دا لیګ په ۲۰۱۳ کې پیل شو.
د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي کمېټې ویلي دي چې د “روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.”
کرکټ بورډ وايي‌ چې ژر به لومړی شپږیزې لیګ او نورې داخلي سیالۍ پیلوي خو نندارچیان به په کې نه وي. شپږیزه لیګ د افغانستان د کرکټ شل اوریزې سیالۍ دي چې د افغان لوبغاړو سربېره پکې د نړۍ نوموتي کرېکټ لوبغاړي لوبیدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments