کریم خلیلي له جواد ظریف سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي د ایران بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي.

د ایراني رسنیو راپور له مخې کریم خلیلي له جواد ظریف سره په تهران کې لیدلي او دواړو خواوو د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړي دي.

په ناسته کې ظریف جواد ویلي چې د افغان سولې په تړاو یوازې افغانان تصمیم نیولی شي او دوی د سولې په تړاو د افغانستان ملاتړ کوي.

ظریف ویلي، د افغانستان دستونزو یوازینی اوږد مهاله او با ثباته حل لاره د سولې خبرې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ترهګري او وسله والې ډلې د سیمې لپاره لوی ګواښونه بللي دي.

عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments