کرکټ: نیوزلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – نیوزیلند: نیوزېلنډ د یو ورځنیو لوبو سیریز په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
نیو زېلنډ کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې په دې وتوانېده، چې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي
په دې لوبه نیوزېلنډ، پاکستان ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ. توپ وهنه کې ټایلر د ۸۰ او لیتم د ۶۸ منډو په جوړولو سره سره ښه وځلېدل.
د پاکستانۍ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۸م اور کې په ۲۱۹ منډو وسوځېدل او لوبه یې نیو زېلنډ ته ۴۷ منډو په توپیر وبایلله.
له دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ په پرله پسې درې لوبو کې پاکستان نیو زېلنډ ته ماتې ورکړه، چې په هغې سره یې د افغان لوبډلې د پرله پسې ۱۱ شل اوریزو لوبو د ګټلو ریکارډ هم مات کړ
ټاکل شوې د پاکستان او نیو زېلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه نن ماسپښین درې نیمې بجې پیل شی.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments