کرکټ ملي لوبډلې زمبابوی ته ماتې ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – شارجه: افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه.
افغان بالرانو په لومړي نوبت کې د زمبابوې توپ وهونکي ډېرو منډو جوړلو ته پرېنښودل.
زمبابوې د نهو لوبغاړو په سوزېدو 121 منډې هدف وټاکه، افغان لوبغاړو ټاکلې منډې د پنځو لوبغاړو په سوزېدو په پنځلسم اور کې پوره کړې.
د افغانستان لپاره راشد خان د درېو لوبغاړو په سوزولو ښه توپ اچونه وکړه او نبي عيسی خيل د څلوېښتو ناسوزېدلو منډو سره په توپ وهنه کې ښه وځلېد.
دغه سيالۍ تېره شپه ناوخته د افغانستان په کوربتوب د متحدو عربي اماراتو په شارجې لوبغالي وشوه.
دواړه لوبډلې به نن ماښام دوېمه شل اوريزه لوبه وکړي.
د زمبابوې پروړاندې دغې شل اوريزه لوبډله کې ډېر بدلونونه راغلي وو، افتاب عالم، کريم صادق، شرف الدين اشرف او شهزاد محمدي ته له مودې وروسته په لوبډله کې ولوبېدل.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply