کرکټ لوبډلې نړیوال جام سیالیو په موخه سویلي افریقا کې تمرینات پیل کړل

comments 0

34 Views

هندوکش – کابل: له کرکت بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام سیالیو په موخه سویلي افریقا کې تمرینات پیل کړي دي.
د کرکټ بورد خبر له مخې، د کرکټ نړیوال جام چې 2019 کال کې په لاره اچول کیږي په موخه یې شاوخوا دېرش افغان لوبغاړي د شنبې په ورځ جنوبي افریقا ته رسېدلي.
دوی به تر یوې اوونۍ تمرینونه ورورسته د نړیوال جام لپاره د یوه ۱۵ کسیزه ټیم د جوړولو لپاره په سویلي افریقا کې له مهمو ځايي ټیمونو سره شپږ تمریني لوبې وکړي.
تمه ده د افغانستان د ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړي چې د سویلي افریقا تر تمریني کمپ وروسته غوره کېږي، د مې له ۳۰مې د جولای تر څلورمې د انګلستان او وېلز په کوربه‌توب د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ولوبوي.
افغانستان له انګلستان، اسټرالیا، هند، پاکستان او نورو مخکښو ټيمونو سره لوبې لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments