کرکټ بورد پر شفیق الله شفیق شپږ کاله بندیز ولګاوه

comments 0

26 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.
د افغانستان کرکت بورډ وایي، شفیق الله شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلوهوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ سیالیو کې ترسره کړې دي، چې له همدې امله به نوموړی په راتلونکو شپږو کلونو کې د هېڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.
کرکټ بورډ وايي دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پېسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللي او همدغه راز هڅه یې کړې چې یو بل افغان لوبغاړی هم وهڅوي چې د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلي وکړي.
د بورډ اعلامیه وایي چې شفق په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments