کرکټ بورد دوو راتلونکو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

comments 0

157 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، افغانستان به په را روانه سپټمبر میاشت کې له بنګله دېش سره د یوې ټېسټ لوبې ترڅنګ له زیمبابوې او بنګله دېش سره د شل اوریزو لوبو ګډ سیریز وکړي
کرکټ بورډ په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د بنګله دېش د سفر لپاره د ټېسټ او شل اوریزو لوبو دوه جلا لوبډلې اعلان کړې دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په سټمبر کې له کوربه هېواد بنګله دېش سره یوه تېسټ لوبه او بیا له بنګله دېش او زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو ګډ سریز وکړي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان له بنګله دېش سره د سپټمبر میاشتې پر پنځمه نېټه یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.
له هغه وروسته به افغان لوبډله د کوربه هېواد بنګله دېش او زمبابوې سره په درې اړخیزه ټورنمنټ کې ګډون کوي. دا سیالۍ به د سپټمبر میاشتې تر پایه دوام کوي.
کرکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره راشد خان د لوبډلمشر په توګه، اصغر افغان، محمدنبي، حضرت الله ځاځی، نجیب ترکی، رحمان الله ګوربز، مجیب الرحمن، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کریم جنت، ګلبدین نایب، احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوین الحق اعلان کړي دي.
بلخوا له بنګله دېشه د ټېسټ لوبې لپاره راشد خان د لوبډلمشر په توګه، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد سید احمد شېرزاد، یمین احمدزی، ظاهر خان پکتین، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ اعلان شوي دي.
په کرکټ بورډ کې چارواکي وايي چې چې په دې دواړو فارمټونو کې ځوانو او نویو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی چې د افغانستان لپاره ولوبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې ښه ونه ځلېده او خپلې ټولې ۹ لوبې یې وبایللې، چې له کبله یې له سختو نیوکو سره مخ شوه.
په نړیوال جام کې د خرابو لوبو او نورو ناندریو له کبله پخپله د افغانستان کرکټ بورډ په اداري جوړښت کې هم بدلونونه راغلل، چې تر ټولو مهم یې د نوي رئیس او اجرائیه رئیس ټاکل کېدل وو.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments