کرکټ: افغانستان کې جنوبي افریقا پر وړاندې لوبیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د جون په پنځلسمه د جنوبي افریقا د کرکټ له لوبډلې سره مسابقه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغانستان دوه مهمی لوبې د نړیوال جام په سیالیو کې بایللي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام ګټلو لپاره په نړیوالو سیالیو کې برخه لري.
د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ مسابقه لري.
د جون په دوه ویشتمه به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له هند سره مخامخ شي او د جون په نهه ویشتمه نېټه له پاکستان سره مسابقه لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments