کرکټ: افغانستان له ایرلنډ ماتې وخوړه

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: د کرکټ روانو یو ورځنیو لوبو په لړ کې؛ ایرلنډ افغانستان ته په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

ایرلنډۍ لوبډله له پرلپسې ماتو وروسته تیره ورځ بریالۍ شوه چې د روانو پنځو یو ورځینو لوبو په درېیمه لوبه کې د ۴ ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړې.

د لوبې ټاس افغانستان ګټلی و او لومړی یې د بېټینګ کولو پرېکړه کړې وه او ایرلنډ ته یې د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.

خو ایرلنډ د بیل بیرني په سلیزې سره د ۲۵۷ منډو هدف په ۴۹ اورو کې ترلاسه او لوبه یې د ځان په ګټه تمامه کړه.

آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments