کرکټ: افغانستان سبا له پاکستان سره لوبه ترسره کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ مسابقه وکړي.
دا لوبه د بریتانیا په بریسټول کې ترسره کېږي او د نړیوال جام لپاره د چمتوالي تمریناتي لوبه ده.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوال جام راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شي او دا یو ورځنی نړیوال جام لوبې به د جولای تر ۱۴مې په انګلستان او ولز کې ترسره شي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments