کرکټ: افغانستان آیرلند لوبډلې ته ماتې ورکړه

comments 0

36 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
خبر له مخې، پرون د سې شنبې په ورځ افغانستان د ایرلنډ ټیم ته په دوهمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۲۶ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ یو په یو مساوي پای ته ورسېده.
پچه چې ایرلنډ وګټله او افغان لوبډلې ته یې لومړی د بیټینګ بلنه ورکړه چې افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۳۰۶ منډو ستر هدف وټاکه.
ایرلنډ لوبډله په خپله پاڼۍ کې د افغان توپ اچوونکو له‌خوا تر سخت فشار لاندې راغله چې په دوه څلوېښتم اوورو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې پوره کړی شوی او لوبه یې په یو لوی توپیر افغانستان ته وبایلله.
د ایرلنډ پر وړاندې دې لوبه کې شهزاد محمدي د ۱۰۱ منډو په جوړولو په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله شپږمه سلیزه پوره کړه.
تردې دوه ورځې مخکې ایرلنډ له افغانستان څخه لومړنۍ لوبه ګټلې وه.
ټاکل شوې د افغانستان راتلونکي تمریني لوبې د جمعې په ورځ له پاکستان او دوشنبې په ورځ له انګلستان سره ترسره شي.
راتلونکې پنجشنبې د مې په دیرشمه نیټه په بریتانیا کې د کرکټ د نړېوال جام لوبې هم پیلېږي. په‌دې لوبو کې افغانستان د جون په لومړنۍ نېټه د استرالیا سره مخ کېږي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments